ختیځ ادبي بهیر خپله ۳۳ مه غونډه ترسره کړه
ایمل مړوند ایمل مړوند

د ۱۳۹۱ کال د جمعې په مبارکه ورځ ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۳۳مه  اونیزه غونډه د جلال اباد ښار د میدوتیک په انګړ کې ترسره کړه.

غونډه دیدار صافي د قران عظم الشان د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله.مشران مېلمانه يې نجیب الله نایل او عبدالقدیر ملنګیار وو.

د دریځ چارې د تل په شان جمال ثاقب سره وې او ګزارش يې ایمل مړوند لیکه.

په سر کې د علومو اکاډمۍ د غړي سید نظیم سیدي او یحیئ سیمز د پلارونو د وفات له امله بهیرالو د هغوی روحونو ته د دعا لاسونه لپه کړل او د جنت فردوس غوښتنه يې ورته وکړه.

د دود سره سم د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو که څه هم د بهیروالو لخوا يې د لیکلو او لوستلو ستاینه وشوله، خو احمد جمال جمال وویل چې د ګزارش پر یو ځای کې راغلي دي چې ( هیله يې څرګنده کړه) له انده يې که داسې راشي چې ( هیله يې وکړه ) ښه به راشي.

عرفان الله بیدار بیا په ګزارش کې د ځينو داسې کسانو د نومونو راوستلو ته ګوته نیوله چې تکراري راغلي وو او ځينې يې بیا په غونډه کې نه وو.

ورپسې د ننګرهار د دارالمعلیمین د پښتو څانګې استاد ضیاالرحمان حصرت په پښتو شعر کې د استعارې په کارونه ادبي درس وړاندې کړ او د بهیروالو پښتنو ته يې ځوابونه وویل.

تر ادبي درس ورسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې دغو ښاعلو په کې خپل شعرونه وویل:

بختیار ساحل، بصیر احمد تلاش، دیدار ساپي، ضیاالدین همت مل، احمد جمال جمال، عرفانالله بیدار، اکمل ظاهر،الفت پاڅون،  فضل حق سعید، واحدالله ساحل، هدایت الله شیدا، خالد خالقیار، حفیظ الله نظیمي، عبدالرحمان وفا، غزت الله ځواب، ډاکټر خیرالله خیال، عبدالله هوډ، رحت ګل سوکال، فریدالله ملاتړ، نهضت شېرزاد، صدق الله صادق او سمندر ساحل.

تر ازادې مشاعرې ورسته د دې اونۍ مشر مېلمه نجیب نایل مننه وکړه، چې د بهیر د اونیزې ناستې د مشرۍ چوکۍ يې ورته وکړه او خوښي يې ښکاره کړه، چې د ختیځ ادبي بهیر فعالیتونه ډېر ښه روان دي .

نوموړي تمه وښودله چې د ادب د پرمختګ او د ځوانو استعدادونو په روزلو کې به ختیځ ادبي بهیر یو ښه مرکز ثابت شي او ثابت شوی دی.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیدله.


March 9th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها